ډېر لوستل شوي

مسوولین: لغمان او بلخ کې درې دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په لغمان او بلخ ولایتونو کې د دریو دښمنیو د پایته‌رسېدو خبر ورکړی. 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لغمان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت د دغه ولایت په «علیشنګ» ولسوالۍ کې ۲۲ کلنه دښمني پایته رسولې ده. 

د سرچینې په وینا چې دا دښمني د یوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ د میراث په خاطر رامنځته شوې وه. 

د خبرپاڼې له مخې چې بله ۱۷ کلنه دښمني د لغمان مرکز اړوند په «چهاردهي» سیمه کې پایته رسول شوې ده.

دا دښمني بیا د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې لامل شوې وه او یو کس پکې وژل شوی هم و. 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په بلخ کې هم د قومي مشرانو او علماو په منځګړیتوب یوه درې کلنه دښمني پایته رسېدلې ده. 

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه دښمنۍ او شخړې په دوستۍ بدلې شوې او پایته رسېدلې دي.

اړوند خبرونه