امریکایي چارواکو فاکس نیوز ته منلې چې د دوی یوه ډرون الوتکه په یمن کې د حوثي ځواکونو په توغندي ویشتل شوې ده.
امریکایي چارواکو فاکس نیوز ته ویلي چې د دوی یوه اېم.کیوـ۹ الوتکه د الحدیده په سواحلو کې لوېدلې ده.
د یمن حوثي ځواکونو پرون ادعا کړې وه چې الحدیده بندر ته نږدې یې د امریکا یوه اېم.کیو-۹ ډرون الوتکه ویشتې ده.
حوثي ځواکونه وایي چې دا الوتکه ۳۰ میلیونه امریکایي ډالر ارزښت لري چې د ۱۰ زرو ډالرو په ارزښت توغندي باندې ویشتل شوې ده.
حوثي ځواکونو ګواښ کړی چې د امریکا او لوېدیځ اهداف به تر هغې په نښه کوي؛ تر څو په غزه او رفح ښارګوټي کې اسراییلي اشغالګر ځواکونه له روان ظلم څخه لاس په سر شوي نه وي.