ډېر لوستل شوي

د افغانستان بانک: له بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستلو محدودیت کم شوی

د افغانستان بانک اعلان کړی چې له بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستلو محدودیتونه کم شوي او اوس هېوادوال د پخوا په پرتله له خپلو حسابونو ډېرې پیسې ایستلی شي. 

د افغانستان بانک سرپرست رییس، نور احمد اغا په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د دې نوې پرېکړې له مخې اوس هېوادوال د افغانیو له حساب څخه هره اوونۍ ۳۵۰ زره افغانۍ او هره میاشت له خپل حساب څخه یوازې یو ځل یو میلیون افغانۍ را ایستلی شي. 

د ښاغلي نور احمد اغا په وینا چې د ډالرو حساب لرونکي بیا په اوونۍ کې تر ۵ زره ډالرو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱۵ زرو ډالرو پورې له خپلو حسابونو څخه ایستلی شي. 

د افغانستان بانک د تازه پرېکړې له مخې، هغه هېوادوال چې شرکتي حسابونه لري، له خپل حساب څخه ۲۰ سلنه را ایستلی شي، خو دا پیسې به له ۲۰ میلیون افغانیو یا ۳۰۰ زره ډالرو څخه زیاتې نه وي. 

د افغانستان بانک سرپرست رییس همداراز ویلي چې که په انفرادي حسابونو کې تر ۲ میلیون افغانیو یا ۳۰ زره ډالرو پورې او په شرکتونو حسابونو کې له ۳٫۵ میلیون افغانیو یا ۵۰ زره ډالرو کمې پیسې وي، د ایستلو لپاره یې کوم محدودیت نشته.

اړوند خبرونه