د اسراييلو صهيونيست رژيم او ايران ترمنځ روانه جګړه به په کاناډا کې د جي۷ هېوادونو د غونډې اصلي موضوع وي.
د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا جګړه چې د ګڼ شمېر ولسي خلکو د مرګژوبلې لامل شوې، د نړۍ د مشرانو جدي اندېښنې راپارولي او ښايي دا شخړه د سيمې پراخې جګړې ته واوړي.
رويټرز د ايران د روغتيا وزارت وياند په حواله ليکلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د اسراييلو هوايي بريدونو ۲۲۴ کسان وژلي، چې ۹۰ سلنه قربانيان يې ولسي وګړي دي.
بل لور ته، د صهيونيست رژيم پوځ ويلي، چې تازه د ايران له لوري پرې توغندي ويشتل شوي.