ډېر لوستل شوي

مولوي محمد اسماعيل غزنوي: ولس د هېواد د ابادولو لپاره خپلې ځمکې حکومت ته سپاري

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي محمد اسماعیل غزنوي وايي، افغانستان له اشغال او کړکېچونو راوتلی هېواد دی او لا هم پراخ کار ته اړتیا لري.

ښاغلي غزنوي دا څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې کړې او زیاته کړې يې ده، چې د هېواد د جوړېدو په بهیر کې ولس خپل رغنیز احساس لري او د پروژو د پلي کېدو لپاره خپلې ځمکې له حکومت سره شریکوي.

د ښاغلي په وينا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د هېواد په اووه ولایتونو کې ۳۴۳ پرمختیایي پروژې منظورې شوې دي، چې دا مهال له ډلې یې د ۷۶ پروژو عملي چارې روانې دي.

اړوند خبرونه