ډېر لوستل شوي

په ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

کورنیو چارو وزارت له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نهو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۳۷ کسانو د نیولو خبر ورکړی. 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان په هرات، ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیا، هلمند، خوست، سمنګان او نورستان ولایتونو کې د غلا، قتل، نښتې او اسنادو د جعل په تړاو نیول شوي دي. 

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دوی کې ۱۱ کسان په هرات، ۹ کسان په ننګرهار، ۶ کسان به لغمان، ۴ کسان په غزني، ۳ کسان په پکتیا او څلور نور کسان په هلمند، خوست، سمنګان او نورستان ولایتونو کې نیول شوي دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې نیول‌شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه