ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د پنجشېر امنیتي مسوولین وایي چې له لوی اختر راهیسې په یاد ولایت کې د ۱۱ ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. 

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، حقمل سعد ويلي چې دا پېښې تر ډېره د هغو کسانو له لوري شوې چې د اختر په ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو د سیاحت په موخه پنجشېر ولایت ته ورغلي وو. 

ښاغلي سعد د دغو ترافیکي پېښو لاملونه تنګ سړکونه، ګړندی تګ، د چلوونکو نابلدتیا، د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول او د موټرو تخنیکي ستونزې بللې دي. 

د ویلو ده چې د تېر لوی اختر په ورځو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ترافیکي پېښو لسګونه کسانو ته مر‌ګ‌ژوبله اړولې وه. 

له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د وسایطو تخینکي ستونزې بلل شوې دي. 

څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې د ۸ زره «جي‌پي‌اېس» آلو د نصب خبر هم ورکړی و.

اړوند خبرونه