د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، سید عباس عراقچي سره د روان وضعیت په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې خبرو کې مولوي امیرخان متقي پر ایران د صهیونیستي رژیم بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض بللی، او له ايراني ولس سره یې په دې سخت وضعيت کې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداراز ښاغلي عراقچي ته د افغانستان له لارې په سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حجاجو د خوندي لیږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سيد عباس عراقچي په خپلو خبرو کې پر ایران د صهیونیستي رژیم د بریدونو په اړه د اسلامي امارت ستایلی، او د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د انتقال په اړه یې د اسلامي امارت له ډاډ ورکولو څخه خوښي ښودلې ده.
د ویلو ده چې په دې ټلفوني خبرو کې ښاغلي عراقچي افغانستان د یو ملاتړي او خواخوږي هیواد په توگه د ایران یو ښه گاونډی یاد کړی دی.