ایران په تازه بریدونو کې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې (موساد) یوه ودانۍ په نښه کړې ده.
د تسنيم خبري اژانس د يوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې ايران د اسرائيل د استخباراتي ادارې (موساد) ودانۍ په نښه کړې او په دې تړاو يې نور معلومات نه دي ورکړي.
دغه برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ پوځي ترینګلتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او دواړه لوري یو بل د ګواښونو او بریدونو مسوول ګڼي. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ایران د اسرائیلو استخباراتي او نظامي مرکزونه د خپلو راکټي او ډرون بریدونو اصلي هدف ګرځولي وو.