ډېر لوستل شوي

پنجشیر کې د ۴۶۸ زره ډالرو په ارزښت نږدې ۵ زره قیراطه زمرد پلورل شوي

د پنجشیر ځايي مسوولینو د ۴۶۸ زره ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د ۴ زره ۷۷۶ قیراطه زمردو د پلورل‌کېدو خبر ورکړی. 

د پنجشیر د ولایت مقام رسنیز دفتر نن (سې‌شنبې، غبرګولي ۲۷مه) ویلي چې دا پلورل‌شوي زمرد د یاد ولایت له کانونو استخراج شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې چې د دې داوطلبۍ مراسم د لسګونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو په شتون کې د پنجشیر ولایت مقام په تالار کې پرانیستل شوي وو.

په خبرپاڼه کې د پنجشیر د والي، حافظ محمد آغا حکیم له قوله ویل شوي چې د ا.ا له بیاځلي واکمنېدو وروسته د کانونو د استخراج پروژې پیل شوې، او دې برخې ته د چین، هند او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادونو د پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده. 

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پنجشیر له کانونو استخراج‌شوي زمرد په منظم ډول د زرګونه امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.

اړوند خبرونه