ډېر لوستل شوي

اوربند د حماس له پایښت او ودې پرته بله مانا نه لري

په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو استازي په غزه کې د اوربند مخالفت کړی او دا د فلسطین-اسراییلو د کړکېچ حللاره نه بولي.

دغه استازي ویلي چې په غزه کې اوربند د سیمې د کړکېچ له کمولو سره مرسته نه کوي، بلکې د حماس پایښت او وده چټکولی شي.

بل پلو، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل وايي چې د اروپايي ټولنې ۲۶ غړي هېوادونه غواړي چې په غزه کې سمدستي جګړه ودرول شي.

ښاغلي بورل دغه څرګندونې وړمه شپه (دوشنبه، سلواغې۳۰مه) د اروپايي ټولنې د شورا په غونډه کې وکړې.

تر دې دمخه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټیونو ګوتېرش هم په غزه کې د بې قید او شرطه اوربند غوښتنه کړې وه.

د ویلو ده چې اسراییلي اشغالګر په غزه او رفح کې لا هم پرلپسې بریدونه کوي او د اوربند منلو ته چمتو نه دي.

اړوند خبرونه