ډېر لوستل شوي

د جوزجان او فاریاب په لاره د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند بایللی

د جوزجان ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت او فاریاب په عمومي لاره د دوو موټرو د ټکر له امله دوه کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي. 

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن (چهارشنبې، د غبرګولي ۲۸مه) د دوو تېز رفتاره موټرو د ټکر له امله شوې ده. 

د سرچینې په وینا چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي. 

د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده. 

له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

اړوند خبرونه