د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، ایران تر اوسه د روانو جګړو په تړاو له روسیې هېڅ ډول ملاتړ نه دی غوښتی.
نوموړي دا څرګندونې له مخکښو نړیوالو خبري اژانسونو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
له پوتین څخه، چې د اسرئيلو او امریکا له لوري د ایران د مشر د احتمالي وژنې پر څرنګوالي وپوښتل شول، وویل: “زه دا خبرې اورم؛ خو نه غواړم حتی پرې بحث وکړم “.
نوموړي زیاته کړې، هغه وسلې او تجهیزات چې پخوا ایران ته ورکړل شوي، د نړيوالو قوانيونو پر بنسټ دي او له اوسني وضعیت سره هېڅ تړاو نه لري.
پوتین د ایران او اسرئيلو ترمنځ د جګړې، او همداراز د اوکراین پر شخړه هم مفصلې څرګندونې کړې دي.