د ایران له لوري پر اشغال شویو سیمو د هوايي او توغندیزو بریدونو په دوام، د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اعتراف کړی، چې اسرائیل ته دردوونکي زیانونه اوښتي دي.
نتانیاهو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د دغه رژیم چارواکو تر اوسه د یادو بریدونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي. بلخوا د صهیونیستي رژیم له لوري، اشغال شویو سیمو کې پر کورنیو او نړیوالو رسنیو بندیزونه لګول شوي، څو د ایران د بریدونو د اغېزو او واقعیتونو راپورونه خپاره نه شي.