ډېر لوستل شوي

ټرمپ پر ایران د برید لپاره وروستۍ پرېکړه نه ده کړې 

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید طرحه تایید کړې، خو لا یې هم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

اې بي سي نیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ وړمه ورځ له جلسې وروسته خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې پر ایران د برید لپاره له وړاندیز شویو طرحو سره موافق دی، خو لا هم په تمه دی.

په راپورونو کې د ټرمپ له قوله ویل شوي چې دئ لا هم د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره د ایران لېوالتیا لرلو او نه‌لرلو ته په تمه دی. 

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي: “ښايي په ایران برید وکړم، ښايي ویې نه کړم، هېڅوک نه پوهېږي، چې موږ به څه وکړو.”

د راپورونو له مخې، که څه هم تر اوسه د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید وروستی تصمیم نه دی نیول شوی، خو د ایران مذهبي مشر ګواښ کړی، چې دا ډول جنایکاران اقدام به د سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري. علي خامنه‌يي د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د ‘سوله‌ییز حل په موخه’ د صهیونیستي رژیم د روان یرغل د درولو هڅې وکړي.

اړوند خبرونه