ډېر لوستل شوي

شمالي کوریا: امریکا او اروپا دې د ایران او اسرائیلو شخړه کې له مداخلې ډډه وکړي

شمالي کوريا د اسرائيل له لوري پر ايران ترسره شوي بريدونه په کلکو ټکو غندلي او دا يې “د بشريت پر ضد نه بښونکی تيری” بللی دی.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خپره شوې بيانيه کې ويلي، چې اسرائيل د امريکا په ملاتړ يو “سرطاني موجود” دی، چې د منځني ختيځ سوله او ثبات ګواښي. په بيانيه کې پر امريکا او اروپايي هېوادونو غږ شوی، چې د اسرائيلو او ايران ترمنځ په روانه شخړه کې له لا ډېرې مداخلې ډډه وکړي.

اړوند خبرونه