د ايران سپاه پاسدارانو نن د صهيونيست اسرائيلي پوځ د استخباراتو لویه قرارګاه (IDF C4I) او د سایبري عملياتو مرکز په يو دقيق توغنديز بريد کې په نښه کړی دی.
یاد مرکز، په بئر السبع ښار کې د سوروکا روغتون ترڅنګ پروت دی، د نظامي معلوماتو د تنظیم، د قوماندې سیسټمونو او استخباراتي چارو یو مهم بنسټ ګڼل کېږي.
سرچينې زياتوي، چې يو توغندی د روغتون ترڅنګ هم لګېدلی؛ خو د بريد اصلي هدف نظامي تاسيسات وو. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې راپورنه خپاره شوي، چې د ايران له لوري په توغنديزو بريدونو کې د اسرائيلو د پوځي روغتون (سوروکا) په نښه شوی او په بشپړ توګه له منځه تللی دی.