د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي چې امنیتي ځواکونو یوازې د دوو ساعتونو په موده کې یو ستر سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ امنیتي ځواکونو په شپږمه امنیتي حوزه کې د فواد اکبرزاده په نوم د آهنباب سیخګول یو ملي سوداګر له خپله کوره تښتولی و چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې بېرته ازاد شوی دی.
د بلخ ولایت امنیه قومندان الحاج ملاعبدالرزاق راشد وایي چې ملي سوداګر فواد اکبرزاده غلو د امنیتي ځواکونو له وېرې پرېښی او نوموړی روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی.