نن د هغې ورځې ۴۴مه کالیزه ده چې کابل ښاریان په تش لاس خو په پیاوړي ایمان د (الله اکبر) په ملکوتي نارو د ښار سړکونو، لارو او واټونو ته راوتلل او د شوروي یرغلګرو پر ضد یې د حق ناره پورته کړه. هو، د ۱۳۵۸ لمرېز لېږدېز د کب درېیمه یوه تاریخي او ویاړمنه ورځ ده. هغه ورځ چې د کابل ښار ټول اوسېدونکي ځوانان، زاړه، ښځې، نر او د هر خېل او قبیلې وګړي د تکبیر له زړه لړزونکو نارو سره راووتل، دشوروي یرغلګرو او د هغوی د کورنیو لاس پوڅو پرخلاف یې د حق ناره غبرګه کړه او د دوښمن پر چوڼو او تاڼو یې لکه د زمرو وروځغستل.
په دغه پرتمینه ورځ د الله اکبر دښمن ماتوونکو نارو ټول ښار په سر اخیستی وو، په ښار کې پاڅونوال ګړۍ په ګړۍ په څپو کېدل. ټول ښار سپینو او شنو بیرغونو ونیو، د چنداولو د پل باغ عمومي په سیمه کې پاڅون کوونکو د پولیسو ماموريت خپل کړ، د هغه ځای ټوله وسله ولجه شوه، په میوند واټ کې د دوښمن شوبلې د اور خوراک شوې، پارېدلو پاڅونوالو د دوښمن څو ودانۍ ونیولې او لمبې یې ترې پورته کړې.
د شوروي غاصبو لښکرو او د دوی لاسپوڅو د کابل پر ښاریانو قیامت راووست، له هرې خوا ډزې پیل شوې، د لویو او کوچینو وسلو له خولو اور بادېده، شوبلې د تش لاسو افغانانو پر سینو وختې؛ خو د د ایمان پیاوړتیا بیا د وخت زبرځواک هېڅ زور ته نه شي تسلېمدای. په دغه ورځ په زرګونه کابلیان شهیدان شول، د کابل په واټونو کې د وینو رودونه وبهېدل؛ مګر د حق پورته شوې ناره او داعیه سړه نه شوه.
دغې ویاړمنې ورځې څو ټکي لکه د لمر په شان روښانه کړل. دې ورځې بهرني دوښمن ته دا په ګوته کړه چې په هېڅ ډول او هېڅ منطق هم افغان مېړنی ولس یرغل او اشغال نه منلی شي او نه زغملی. دا څرګنده شوه چې له څو خرڅ شویو پرته د هیواد مېړني بچیان په خپله پاکه خاوره د پردیو ناولي پلونه نه مني او که بیا هم یرغلګر خپله سرغړاندي پایي نو له ذلت، ماتې او زیان پرته به بل څه ونه ویني. له دغې ورځې یو بل درس هم روښانیږي او هغه د بهرنيو یرغلګرو پر وړاندې د افغان ولس واحده مبارزه او قومنده ده. هو، د تاریخ پاڼې شاهدې دي چې افغان ولس تل د بهرني یرغلګر پر وړاندې یو موټی شوی.
د کب درېیمې د اختناق زور اوبه کړ. دا یې څرګنده کړه چې افغانان پردیو طاغوتي قوتونو ته سر نه شي ټیټولی، د زبرځواک طلسم مات او په زړونو کې یې ډار ننوت.
د وخت کې. جي. بي. او د شوروي غاصب دولت ته دا څرګنده شوه چې دا خاوره په زور اېل کېدلی نه شي. دا هغه خاوره ده چې لا له وړاندې پکې د ګرګین، مکناټن او نورو ښکرورو ککرۍ خاورې شوي.
راځئ دغسې د ګوتو په شمېر ویاړمنې او تاریخي ورځې وپالو، ونمانځو او د راتلونکو نسلونو لپاره یې د سرو زرو په اوبو ولیکو.