د ایران د بشري حقونو د څار یوې ادارې راپور ورکړی، چې د اسرائيلو له لوري د وروستیو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي او شاوخوا ۳۴۵۰ نور ټپیان دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه بنسټ د راپور له مخې، چې نن (يکشنبه، چنګاښ دويمه) خپور شوی، په وژل شویو کسانو کې ۲۳۵ تنه امنیتي ځواکونه او ۳۸۰ ملکیان شامل دي. د پاتې کسانو هویت تر اوسه نهدی څرګند شوی.
د ایران د عامې روغتیا وزارت بیا تر دې وړاندې ویلي و، چې د بریدونو له امله تر ۴۰۰ پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰۵۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
په مقابل لوري کې، اسرائيلي چارواکو ویلي چې دوی ته یوازې د ۲۴ کسانو د وژنې تائيد شوی او سلګونه نور ټپیان دي.
د ایران او صهيونيست رژيم تر منځ روان کړکېچ له نږدې دوه اوونيو راپدې خوا دوام لري؛ خو تازه بریدونه د سیمهییز امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.