ډېر لوستل شوي

ايرواني: د امریکا برید ته د وخت، نوعیت او پراخوالي غبرګون به د ایران پوځ ټاکي

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني د امنیت شورا فوق‌العاده غونډې ته ویلي، تهران د نړیوالو قوانینو له مخې خپل “قانوني او بشپړ حق” لري چې له ځان څخه دفاع وکړي.

امير سعيد ايرواني دغه څرګندونې تېره ورځ د امريکا له لوري پر ايران د سوله‌ييزو اټومي تأسيساتو د بريد په غبرګون کې کړې دي.

نوموړي دغه ورځ د امریکا د سیاسي تاریخ “یوه بله شرموونکی څپرکی” بللی دی او زیاته کړې یې ده چې ډونالډ ترمپ “د دې سناریو تر ټولو شرموونکی اړخ عملي کړی دی.”

د ایران استازي دا هم ویلي، چې د امریکا پر ضد د ایران غبرګون به “د وخت، نوعیت او پراخوالي له پلوه” د ایران وسله‌وال ځواکونه ټاکي.

په غونډه کې د روسیې دایمي استازي واسيلي نبنزیا د امریکا او اسرائيلو اقدامات “د نړیوالې ټولنې ښکاره توهین” او “د نړیوالو اصولو ښکاره نقض” بللي.

هغه د امنیت شورا پر ځینو غړو هم نیوکه کړې، چې د دغو بریدونو پر وړاندې یا چوپ پاتې دي یا یې غندنه نه ده کړې.

اړوند خبرونه