ډېر لوستل شوي

له ۲۷۰۰ ډېرو بهر مېشتو هېوادوالو ته د پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست وایي، د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې یې ۲ زره او ۷۱۹ بهر مېشتو افغانانو ته د تابعیت تذکرو غیرحضوري خدمتونه برابر کړي دي.

په خپرو شویو شمېرو کې ویل شوي، یادو خدمتونو کې ۹۴۲ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې، ۷۶۲ ته مثنی پېژندپاڼې، او ۱۰۱۵ نورو ته د تابعیت تذکرو د سمون خدمتونه وړاندې شوي دي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د همدې مودې په ترڅ کې، یوازې په کابل ښار کې ۷۸۷ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې، ۹۸۷ کسانو ته مثنی تذکرې، او ۱۰ زره ۶۶۲ کسانو ته د سمون خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تابعیت تذکرو اړوند حضوري او غیرحضوري خدمتونه په شفافه او چټکه بڼه وړاندې کوي، او د هېوادوالو رضایت یې لومړیتوب دی.

اړوند خبرونه