افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې، د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره کتلي دي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو مسوول حافظ ضياء احمد تکل ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او دغه راز د سیمې د مهمو موضوعاتو په اړه مفصل بحث کړی دی.
په لیدنه کې ښاغلي متقي ويلي، چې ترکیه د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسۍ په چوکاټ کې ځانګړی ځای لري، او دواړه هېوادونه باید د اړیکو د لا ژورتیا ترڅنګ دوه اړخیزې همکارۍ هم پراخې کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي فیدان هم د افغانستان سره اړیکې د ترکیې لپاره مهمې بللې او په بېلا بېلو برخو کې یې د همکارۍ د پراخېدو غوښتنه کړې ده.