د پوهنې وزارت مسوولینو د پکتیکا په «وازیخواه» ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو خبر ورکړی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا ودانۍ د ۲٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د «وازیخواه» ولسوالۍ اړوند د «مشوړو» کلي «الجامة الطیبه» دیني مدرسې لپاره جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
دا ودانۍ ۳۰ تدریسي او اداري خونې لري چې د دیني زدهکړو ترڅنګ پکې عصري علوم هم تدریسېږي.
د ویلو ده چې د یادې مدرسې لپاره دا ودانۍ د «الحاج مولوي عبدالمالک سعید» په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
له تېرو نږدې څلورو کلونو راپدېخوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره لسګونه ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
په ورته وخت کې هېوادوال د دا ډول پروژو پلېکېدو ته خوښ دي او د زدهکوونکو لپاره د سالم درسي چاپېریال په لرلو ټینګار کوي.