ډېر لوستل شوي

کابل کې په نږدې یو میلیون متره مربع ځمکه عصري ښارګوټی جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې په پلازمېنه کابل کې په نږدې یو میلیون متره مربع ځمکه له نړیوالو معیارونو سره برابر ښارګوټی جوړېږي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دغه عصري ښارګوټي جوړولو ته یو عرب پانګوال «صالح الدریبي» په پانګونه جوړېږي.

سرچینې لیکلي چې د دې ښارګوټي چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي.

د ویلو ده چې دا عرب پانګوال د «تمکین» په نوم شرکت لري، او پر دې پروژې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.  له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې بهرنیو پانګوالو د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زړه ښه کړی او ځینو شرکتونو په یو شمېر برخو کې خپلې چارې پیل کړې هم دي.

اړوند خبرونه