د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د یاد ولایت په ۸ ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د امید راډیو سیمهییز خبریال وایي چې هلته د دغو لسو ښوونځیو لپاره جوړې شوې ودانۍ نن (پنجشنبې، چنګاښ ۵مه) ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې دا ودانۍ په خوګیانور، زنخان، مقر، واغظ، رشیدان، قرهباغ، مالستان او ګیلان ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې د ښوونځیو دا ودانۍ هره یوه شپږ درسي، یوه اداري خونه لري، همداراز د لمریز برېښنا او د پاکو له مجهز سیستم برخمن دي.
دا تازه جوړېشوې ودانۍ د غزني د پوهنې ریاست د دفتر عمومي رییس، مولوي شهابالدین ثاقب او د یاد ولایت د ځايي مسوولینو په حضور کې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
مسوولینو دا نه دي ویلي چې دا ښوونځي د کومې ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوي دي. د ویلو ده چې پرون هم د غزني په دریو ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د ښوونځیو لپاره لس جوړې شوې ودانۍ ګټېاخیستنې ته سپارل شوې وې.