ډېر لوستل شوي

د لوګر مسوولین: په تېرو دریو میاشتو کې ۴۵ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په یاد ولایت کې د ۴۵ زره جریبه دولتي غصب‌شوې ځمکې د بېرته راګرځولو خبر ورکړی. 

د دغه کمېسیون رییس، مولوي شیراقا پیر حبیب الله رسنیو ته ویلي چې دا غصب‌شوې ځمکه په مرکز، پل‌علم، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې بېرته راګرځول شوې ده. 

مسوولینو ویلي چې له غصب څخه په راګرځول‌شوې دې ځمکه کې هېڅوک د کرکیلې او یا هم ودانیزو چارو د پیلولو اجازه نه لري، او په وینا یې چې دا لړۍ د یاد ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم پیل شوې ده.

د لوګر ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون تر دې مخکې هم د یاد ولایت په ځینو سیمو کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه نیولې وه.  د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد په ډېرو سیمو کې غصب‌شوې ځمکې بېرته راګرځول شوې او د ډېرو د غصب‌کېدو مخه نیول شوې ده.

اړوند خبرونه