ډېر لوستل شوي

ګروسي: ایران ښایي ژر بېرته غني شوي یورانیم تولید کړي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي وایي، ایران دا وړتیا لري چې په څو میاشتو یا ان له هغې هم کم وخت کې، بېرته د یورانیمو غني کول پیل کړي.

نوموړي دا څرګندونې له امریکايي «سي بي اېس» شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، که څه هم د ایران اټومي تاسیسات د امریکا او اسرائيل په بریدونو کې زیانمن شوي؛ خو تهران ښایي وکولای شي ځینې سانتریفیوژونه بېرته فعال کړي.

ګروسي وویل: “لا هم نه ده روښانه چې د ایران د ۴۰۸.۶ کیلو ګرامه لوړ غني شوي یورانیم برخه چیرې ده”.

اړوند خبرونه