ډېر لوستل شوي

د پوهنې وزارت د سړو سيمو د ازموینو او رخصتیو نوی مهالوېش خپور کړ

د پوهنې وزارت د سړو سیمو ولایتونو د مدارسو، دارالحفاظونو، دارالعلومونو او ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو آزموینو او رخصتیو مهالویش اعلان کړ.

د ياد وزارت د مهالویش له مخې، د هوا تودخې له امله به د چنګاښ له ۱۱مې تر ۱۵مې (۵ ورځې) رخصتي وي او څلور نیم میاشتنۍ آزموینې به د چنګاښ له ۱۶مې تر پایه دوام ولري.

د یادو سیمو د تعلیمي بنسټونو اوړي رخصتۍ به د زمري له لومړۍ پېل او تر ۱۱مې به دوام ولري او درسونه به د زمري په ۱۲مه بېرته پېل شي. پوهنې وزارت له ټولو ښوونکو او زده‌کوونکو غوښتي چې له رخصتیو وروسته، بې له ځنډ خپلو درسونو ته حاضر شي.

اړوند خبرونه