ډېر لوستل شوي

د کندهار په ارغستان کې د لورې بند د جوړېدو چارې پيلېږي

ټاکل شوې نن د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د “لورې بند” د جوړېدو چارې رسماً پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دا بند به د سیمې خلکو ته د اوبو مدیریت او انرژۍ په برخه کې مثبت بدلون راولي.

د بند د جوړېدو دا پروژه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پرمختیايي پلان یوه مهمه برخه بلل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د ارغستان لورې بند د امکان‌سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین تړون د افغان ـ جرمن باختر له شرکت سره لاسليک کړی دی.

اړوند خبرونه