ډېر لوستل شوي

خلیفه سراج الدین حقاني: روغتیاپالانو په سختو شرایطو کې خدمتونه کړي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني د یاد وزارت اړوند درې سوه بستریز روغتون تخصصي دورې پای غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتين قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې خلیفه سراج‌الدین حقاني د روغتیاپالانو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې دوی د سختو شرایطو باوجود خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په ترسره کولو سره مهم رول لوبولی دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي خلیفه حقاني له قوله ویل شوي: “تر دې وړاندې د هېواد په روغتيايي برخه کې بې‌باوري حاکمه وه، خو اوس د درې سوه بستریز روغتون له پرمختللو تجهیزاتو، متخصصینو او عمومي روغتيايي سکټور د پیاوړتیا له برکته، دا باور بېرته راژوندی شوی دی.”
نوموړي همداراز ډاډ ورکړی چې پر روغتيايي مرکزونو او خدماتو ورځ تر بلې د خلکو باور ډېريږي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د کورنیو چارو سرپرست د ياد روغتون رهبرۍ مجلس له غړو سره هم کتلي او پر بېلابېلو مسایلو ورسره غږېدلي دي.

اړوند خبرونه