ډېر لوستل شوي

د دڼیا پټ ارزښتونه؛ د پخلنځي له خوند تر درملو پورې

دڼیا یا ګشنیز یو له هغو بوټو څخه دی چې نه یوازې زموږ د پخلنځي مهمه برخه جوړوي، بلکې د درملنې او روغتیا لپاره هم ګڼ شمېر ګټې لري. دا خوږبویه نبات د خوړو خوند زیاتوي او له پخوا زمانو راپدې خوا د دودیزو درملو په توګه کارېږي. په دې مطلب کې به د دڼیا غذایي ارزښت، روغتیایي ګټې او د استفادې ډولونه در وپېژنو، ترڅو وکولای شئ له دې شنه نعمت څخه پوره ګټه واخلئ.

د دڼیا روغتیايي ګټې:

۱. د هاضمې ښه‌کونه:
دڼیا د هاضمې سيستم پیاوړی کوي، د معدې دروندوالی، اسهال، د کولمو پړسوب او ګازونه کموي. د دڼیا تخم د چای په ډول هم استعمالېږي چې هاضمي ستونزې ښه کوي.

۲. د وینې شکر کنټرولوي:
څېړنې ښيي چې د دڼیا استعمال کولی شي د وینې د شکر کچه برابره وساتي او د شکر ناروغانو ته ګټور تمام شي.

۳. د زړه د ناروغیو مخنیوی:
دڼیا د کولیسټرول کچه راکموي، د وینې فشار ته تعادل ورکوي او په پایله کې د زړه د حملو خطر کموي.

۴. التهاب او پړسوب له منځه وړي:
د دڼیا طبیعي مرکبات کولی شي بدن کې د التهاب (سوځش) ضد عمل وکړي، په ځانګړې توګه د مفصلونو درد او پړسوب کموي.

۵. د میکروبونو او بکتریاوو ضد دی:
دڼیا طبیعي انتي‌بیوتیکي ځانګړتیاوې لري چې کولی شي ځینې خطرناک میکروبونه، فنګسونه او بکتریاوې له منځه یوسي.

۶. پوستکي ته صفا او روڼتیا ورکوي:
د دڼیا اوبه یا ماسک د پوستکي لپاره ګټور دي چې له دانې، خارښ او توروالی خلاصون کې مرسته کوي.

۷. خوب ته آرامتیا ورکوي:
دڼیا ذهني فشار، تشویش او خپګان کموي؛ نو هغه کسان چې له بې‌خوبۍ رنځ وړي، باید د دڼیا چای وڅښي.

۸. د سترګو لپاره ګټور دی:
د دڼیا شنې پاڼې د ویټامین A او C بډایه سرچینه ده چې د سترګو د لید ځواک پیاوړی کوي او د سترګو التهاب کموي.

په افغانستان کې د دڼیا حاصل:

دڼیا (ګشنیز) په افغانستان کې یو له هغو مهمو کرنیزو بوټو څخه دی چې هم د خوړو لپاره کارېږي او هم د درملو په بڼه استعمالېږي. دا نبات د هېواد په ډېرو ولایتونو؛ ننګرهار، لوګر، لغمان، هلمند، ميدان وردګ، غزني، فراه، کندهار او بلخ کې کرل کېږي.

۱. اقلیم او کرنه:
دڼیا عموماً په معتدل او نیمه‌وچ اقلیم کې ښه وده کوي. دا نبات د ژمي وروستیو یا پسرلي په لومړیو کې کرل کېږي او حاصل‌ورکول یې تر دوو نیمو تر درېیو میاشتو پورې وخت نیسي.

۲. حاصل‌خېزي:
په منځنۍ توګه، دڼیا په یوه جریب ځمکه کې که کرنه او ساتنه یې په سمه توګه وشي، تر ۱۵۰ – ۲۵۰ کیلوګرامه پورې حاصل ورکوي.

۳. دوه‌ګونی حاصل:
دڼیا دوه ډوله حاصل ورکوي:

شنې پاڼې: د خوړو لپاره کارېږي او بازار ته په تازه بڼه وړاندې کېږي.

تخمونه (زړي): د وچولو وروسته د درملو، مسالې، تېلو او صادراتو لپاره کارېږي.

۴. بازار او صادرات:
دڼیا د کورني مارکېټ ترڅنګ، د پاکستان، هند او منځنۍ آسیا هېوادونو ته هم صادرېږي. د افغانستان وچه دڼیا (تخم) په نړیوال بازار کې ښه نوم لري.

۵. اقتصادي ارزښت:
د دڼیا کښت د بڼ‌وال لپاره اقتصادي ارزښت لري، ځکه چې لږ لګښت غواړي، چټک حاصل ورکوي او ښه بازار لري. همداراز، د غنمو په منځ کې هم کرل کېدای شي.

د ګشنيزو احتمالي زيانونه:

که څه هم دڼيا يا ګشنيز ډېر ګټور نبات دی؛ خو په ځينو حالاتو کې يې کارول ځینې احتمالي زيانونه یا منفي اغېزې لرلای شي:

د وینې فشار راکموي:
ګشنيز کولای شي د وینې فشار راکم کړي. که څوک د ټیټ فشار ستونزه ولري؛ نو باید له ډېر استعماله ډډه وکړي.

د وینې شړښت کمول (anticoagulant effect)
د ګشنيزو تخمونه ممکن د وینې نری کوونکی اغېز ولري. که څوک جراحي ته روان وي یا د وینې نری کوونکي درمل کاروي؛ نو باید ګشنيز ونه کاروي یا له ډاکټر سره مشوره وکړي.

د امیندوارو ښځو لپاره احتیاط:
که څه هم د خوړو په اندازه ګشنيز عموماً خوندي ګڼل کېږي؛ خو د ډېرو مقدارونو خوړل د امیندوارۍ په موده کې ممکن خطرناک وي، ځکه چې دا نبات هورموني اغېزې لرلای شي.

د ځينو درملو سره تداخل:
دڼيا ممکن د ځينو درملو (لکه د شکر، فشار یا وینې نری کوونکو درملو) تاثیرات بدل کړي. د داسې درملو کارونکو ته پکار ده چې له ډاکټر سره سلا مشوره وکړي.

سپارښتنه:

لکه څنګه چې د دڼيا يا ګشنيز ګڼې روغتيايي او طبيعي ارزښتونه او احتمالي زيانونه بیان شول؛ نو باید په اعتدال سره وکارول شي. هغه کسان چې د وینې فشار، شکر، یا حساسیت ستونزې لري؛ نو د ډاکټر له مشورې پرته دې د ګشنيزو زیات استعمال نه کوي. امیندوارې ښځې هم باید له ډېر مصرفه ډډه وکړي. اعتدال پکې د ګټې او بې‌احتیاطي د تاوان لامل ګرځي.

ستاسو د لا ښې روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه