ډېر لوستل شوي

تورخم کې نږدې ۷۰ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې نیول شوي

د تورخم ګمرک مسوولین وایي چې په دغه بندر کې پولیسو د ۶۷ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي چې د تورخم ګمرک د لوی مدیریت کارکوونکو په دریو صادراتي جوپو کې ۶۷.۲ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مخه نیولې ده.

ویل کیږي چې دغه ډبرې په ډېر مهارت په باروړونکو موټرونو کې ځای پر ځای شوې وې چې څښتنانو یې پاکستان ته په پټه قاچاقولې.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ(جمعه، کب ۴مه) هم امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په ریګ بي بي تیري او جندوم سیمو کې دوه بېنس موټرونه له ناقانونه وسپنې او مسو ډک نیولي وو.  د ویلو ده چې اوسمهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د ناقانونه توکو کلک څار کیږي او هېچا ته یې د لېږد اجازه نه شته.

اړوند خبرونه