د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په شپږو ولایتونو کې د تالندې برېښنا او سېلابي ورښت اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل شته.
سرچینې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په سویلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې وي.
د یادولو چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.