ډېر لوستل شوي

د ا.ا زعیم امیرالمؤمنین: قضاء په اسلامي نظام کې مهم رکن دی

د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله په کندهار کې د قضایي مسوولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او ویناوې کړې دي.
د ا.ا مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې زعیم امیرالمؤمنین قضاء په اسلامي نظام کې مهم رکن بللی او ویلي یې دي چې په محاکمو سره د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کیږي او په قضاء سره فتنې او فسادونه له مینځه ځي، او عدالت قایمیږي.
د ښاغلي فطرت په وینا چې زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله د سیمینار ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې کړې او همداراز یې د ټولو مسوولینو د خدمتونو ستاینه کړې ده.
د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین همداراز ویلي چې قاضيان په اسلامي نظام کې لوی مسوولیت لري تر څو په عدل سره په قضاء کولو د خلکو اعتماد پر اسلامي نظام ټينګ شي او د خلکو حقوق خوندي شي.
امیرالمؤمنین حفظه الله د یاد سمینار ګډونوالو ته په تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو ترمنځ په عدل کولو سره مهمې لارښوونې کړې او ویلي یې دي چې په قضاء کې باید یوازې د الله تعالی رضاء مقصود وګرځول شي.

اړوند خبرونه