د پاکستان «اېکسپرېس ټریبیون» ورځپاڼې د یوه پخواني سفیر او تقاعد شوي لوی درستیز، ډاکټر رضا محمد، له خولې لیکلي چې که افغانستان د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) برخه شي؛ نو د پاکستان او افغانستان د خلکو په ټولنيز او اقتصادي برخلیک کې به پرمختګ راشي.
په مقاله کې ویل شوي چې د بېجینګ درېاړخیزو ناستو هیلهمندي زیاته کړې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له مخې، چین به د پېښور–کابل دهلېز پراختیا کې مرسته وکړي.
ويلکېږي، دا اقتصادي همکاري به د ترانزیتي سوداګرۍ، صنعتي زونونو، چاپېریال ساتنې او د کاري فرصتونو د زیاتوالي له لارې افغانستان ته پراخ فرصتونه برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ممکن په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په کوربهتوب د بېجينګ، کابل او اسلاماباد ترمنځ اقتصادي ناسته وشي.