ډېر لوستل شوي

نیمروز کې ۴۲ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شوي

کورنیو چارو وزارت په نمیروز ولایت کې د ۴۲ کیلو ګرامه نشه یي توکو د کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا توکي د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کې ۳۶ کیلو ګرامه تریاک او ۶ کیلو ګرامه هیرویین شامل دي.

کورنیو چارو وزارت په دې تړاو د یو کس د نیولو خبر هم ورکړی چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه یي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه یي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه