ډېر لوستل شوي

د خوست مسوولین: د تېلو په یو پمپ کې د اورلګېدنې د پراخېدو مخه ونیول شوه

د خوست ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت د مرکز اړوند د تېلو په یو پمپ کې د اورلګېدنې پېښې ته پر وخت رسېدنه شوې او د شاوخوا لس میلیون افغانیو په ارزښت د مالي زیان د اوښتو مخنیوی شوی دی. 

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا اورلګېدنه نن (پنجشنبې، چنګاښ ۱۲مه) په «حمزه» نومي تېلو پمپ کې شوې، چې د اور وژنې ټیم پر وخت رسېدنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د اور لګېدنې یادې پېښې یو اندازه مالي زیان اړولی او ځاني تلفات نه دي اوښتي. 

د خوست ولایت په خبرپاڼه کې د یاد ولایت له اوسېدونکو غوښتل شوي چې د تېلو پمپونو، ګازو ډپوګانو او ورته حساسو ځایونو کې د اور وژنې تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي، چې د ورته پېښو مخنیوی وشي.  تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د اورلګېدنې ورته پېښې رامنځته شوې چې له امله یې لسګونه میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.

اړوند خبرونه