کورنيو چارو وزارت په تېرو دوو مياشتو کې د ځانګړي عملياتو په ترڅ کې د ۱۰۵ ميله بېلابېل ډوله وسلو او ګڼ شمېر پوځې تجهيزاتو له کشف او ضبط څخه خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه عمليات له ترهګرۍ سره د هلمند امنيې قوماندانۍ د مبارزې مديريت پوليسو د لښکرګاه ښار ترڅنګ په ځينو ولسواليو کې کړي چې يو شمېر تورن کسان يې هم نيولي دي.
په نیول شویو وسلو کې ۶۳ تومانچې، ۱۴ کلاشینکوفونه، درې ثقیلان، درې M4 اېم پور، ۱۲ بلازن، پنځه کمرشکن، یو کربین، یو پپشه، یو ملیشهیي توپک، یوه قبضه راکټانداز، یو خفیف او شاوخوا ۳۰۰۰ مرمۍ شاملې دي.
د مسوولينو په وينا، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې امنیتي ځواکونه به د وسلو غیرقانوني ګرځښت او ترهګریزو فعالیتونو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.