ډېر لوستل شوي

تخار کې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه تریاک ضبط شوي

د تخار ځایي مسوولینو په یاد ولایت کې د ۱۵۰۰ کیلو ګرامه تریاکو د کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا تریاک د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو له لوري ضبط شوي دي.
د سرچینې په وینا چې دومره اندازه نشه‌يي توکي د ګازو په یو لېږدونکي ټانکر کې ځای‌ پرځای شوي وو او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې د دې نشه‌يي توکو په تړاو نیول‌شوی کس د بدخشان ولایت اوسېدونکی ښودل شوی دی.
تر دې مخکې کورنیو چارو وزارت په خوست او کندوز ولایتونو کې د بېلابېلو نشه‌يي توکو د کشف او ضبط خبر ورکړی و.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۵۸ کیلو ګرامه چرس او شیشه ضبط شوي او همداراز د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو نشه‌يي توکو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي وو.

اړوند خبرونه