ډېر لوستل شوي

تخار کې د پراخې اورلګېدنې مخه ونیول شوه

د تخار ولایت په مرکز تالقان کې تېره شپه د پولیسو، اور وژونکو او خلکو په ګډو هڅو پراخه اورلګېدنه مهار شوې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ د رسنيو او عامه اړیکو آمر نظام‌الدین عمیر وايي، دا پېښه تېره ورځ شاوخوا ۳:۰۰ بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د برېښنا د شارټې له امله د لرګيو په سرای کې رامنځته شوې وه. ويل‌کېږي، په دې اورلګېدنه کې د لرګيو ټال ځینې برخې سوځېدلې او هټۍ‌والو ته نږدې د یو میلیون افغانیو مالي زیان اوښتی دی.

اړوند خبرونه