د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د تېرې يوې اوونۍ راپدې خوا ۶۵ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر په خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دې ولايت والي شیخ محمد قاسم خالد په دوامداره توګه د کډوالو د راستنیدو له بهیر څخه لیدنه کوي او د ولايت ټولو مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې چې دوی ته اړین خدمات وړاندې کړي.
د مسوولينو په وينا، راستنېدونکو کډوالو بهیر د مدیریت لپاره په دوو شفټونو کې کارکوونکي ګمارلي، ترڅو د دوی د ثبت، تثبیت پروسه ترسره او مالي مرسته ورسره وکړي.
د ويلو ده چې د اسلامي امارت او ملي سوداګرو له لوري راستنو شویو کډوالو ته درې وخته خوارک او څښاک هم برابر شوی دی.