ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ننګرهار ځايي مسوولینو د یاد ولایت په «کوز کونړ، نازیان او بټي‌کوټ» ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه او پنځه کسان نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سېلابونه د یاد ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کم هم راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د ننګرهار په ګوشتې، لعل‌پور، مومندرې، کامې، شینوارې او بټي‌کوټ ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۲۵۰ کورونه نړېدلي او نږدې پنځه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
بلخوا د هواپېژندنې ادارې نن او سبا په یو شمېر ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د ویلو ده چې دوې اوونۍ مخکې هم د لوګر او خوست په ګډون په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو له امله هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.

اړوند خبرونه