ډېر لوستل شوي

په ۱۴ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې سبا په ۱۴ ولایتونو کې د تالندې، باران او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼې کې ویل شوي چې سبا (دوشنبې، چنګاښ ۱۶مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، غزنی، میدان‌وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شدید ورښت اټکل شته.
هواپېژندنې ادارې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې همداراز په شمالي، ختیځو، سویل ختیځو، سویلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتو خبرداری هم ورکړی دی.
هواپېژندنې دا اټکل داسې مهال کړی چې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او خونړیو سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د ننګرهار د ولایت مقام په خبرپاڼه کې د دغو سېلابونو له امله تر دې دمه د ۲ ماشومانو مړینه او ۵ نورو ټپي‌کېدل تایید شوي، او همداراز د شاوخوا ۲۵۰ کورونو د نړېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

اړوند خبرونه