ډېر لوستل شوي

چاپیریال ساتنې اداره: په ټپه ولاړې پروژې له سره پیلوو

د چاپيریال ساتنې ملي اداره وایي، هڅې روانې دي څو د دوی اړوند ټولې ولاړې پروژې بیرته پيل کړي.

د چاپيریال ساتنې ملي ادارې  د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسوول  او ویاند فریدالله فرهنګ  امید راډیو سره په خبرو کې وایي، دوی توانېدلي څو ۳۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د چاپيریال ساتنې له ملي پروګرام څخه ترلاسه او هېواد کې پرې په دریو برخو کې پروژې پيل کړي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، د ځنګلونو د غیرقانوني وهلو او قاچاق مخنیوي برخې ته هم ژمن دي او په دې برخې کې یې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

ښاغلی فرهنګ همدارنګه زیاتوي چې اوسمهال د هېواد ډېری ولایتونه د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي، خو دوی په دې برخه کې له اړوندو وزارتونو سره په اړیکه کې دي او په پام کې لري چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ د اوبو چېک ډیمونه ورغوي.

د چاپيریال ساتنې ملي ادارې  مسوولین وایي، د بادي، لمریزې او اوبو انرژۍ برخه کې یې پر یو شمېر کړنلارو هم کار کړی او په پام کې لري څو د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې خپل پروګرامونه له نړیوالو بنسټونو سره شریک کړي.

اړوند خبرونه