بدخشان کې تېره شپه یوې ټرافیکي پېښې د زوم او ناوې په ګډون ۵ تنه مړه او ټپیان کړي دي.
دا پېښه د تشکان ـ کشم پر سړک د موټروان د بې غورۍ له کبله رامنځته شوې ده.
د ورا په دې کرولا موټر کې پینځه تنه سپاره وو چې د یوه ماشوم، زوم او ناوې په ګډون درې تنه مړه او دوه نور سخت زخمیان دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ویلي چې د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونو ځانونه چټک رسولي او قربانیان یې روغتون ته رسولي دي.
یاده دې شي چې اوسمهال ټرافیکي پېښې د افغانانو د مړینې لوړ فکټور جوړوي چې ډېری وخت یې عاملین موټرچلوونکي وي.