کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۲ نیول شوي دي.
یاد وزارت په اېکسپاڼه لیکلي چې دا کسان په کونړ، هلمند، کندوز او سرپل ولایتونو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نیولشویو کسانو څخه څلور کیلو ګرامه شیشه، څلور کیلو ګرامه چرس او یوه اندازه نشهکوونکو ټابېلټ هم ترلاسه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ترلاسهشوي نشهيي توکي به یو خوندي ځای ته تر لېږد وروسته له منځه یوړل شي.
کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د نشهيي توکو د لسګونه کاروباریانو د نیولو راپورونه ورکړي وو. د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په ځینو ولایتونو کې د دغو توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.