ډېر لوستل شوي

په ۲۰ ولایتونو کې د ورښت او سېلاب اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۲۰ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (یکشنبې، چنګاښ ۲۲مه) په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، بغلان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل، لوګر، بامیان، غزنی، سرپل، غور، میدان‌وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښت اټکل شته.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ – ۴۵ ملي مترو پورې وي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې همداراز په ختیځو، سویل ختیځو، سویلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښدو خبرداری هم ورکړل شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۹۰ کیلو مترو پورې وي.
د هواپېژندنې ادارې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ننګرهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې خونړیو سېلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه