د اقتصاد وزارت سرپرست او د راستنو شويو کډوالو لپاره د مرستو د راخپلولو کمېټې مشر قاري دین محمد حنیف د یو لړ ناستو په لړ کې له کورنیو او نړیوالو غیرامارتي بنسټونو سره د راستنو شويو کډوالو د ستونزو د حل او د اسانتیاوو د برابرولو پر مهمو لارو چارو خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، ښاغلي حنیف د همکارو بنسټونو له همکاريو مننه کړې او له ټولو غیرامارتي ادارو یې غوښتي، چې خپلې هڅې لا پراخې کړي.
د اقتصاد وزارت سرپرست ټینګار کړی چې همکار بنسټونه دې نه يوازې د بيړنيو ستونزو په حل کې همکاري وکړي، بلکې بايد په اوږدمهاله تاسیساتو لکه د استوګنځایونو، د څښاک پاکو اوبو د رسولو سیستمونو، ژورو څاګانو، ښوونځیو، دیني مدارسو، جوماتونو او روغتیایي کلینیکونو په جوړولو کې هم پراخ رول ولري.
په ورته وخت کې، د غیرامارتي بنسټونو استازو د خپلو روانو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړي او له اقتصاد وزارت او اړوند کمېټو سره یې د پوره همکارۍ ژمنه هم کړې ده.
دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري را ايستلو لړۍ چټکه شوې او تر دې مهال په سلګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي او د اسلامي امارت د مسوولينو له لوري په خوندي توګه خپلو اصلي مېنو ته هم لېږدول شوي دي.