ډېر لوستل شوي

کابل والي: سوداګر دې له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو ملي مسوولیت ادا کړي

د کابل والي ملا امین‌الله عبید د پلازمېنې ګمپ ته له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعيت ارزونې په موخه ورغلی دی.
د کابل ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې ښاغلي عبید د کډوالو د روغتیایي، ټولنیزو، ترانسپورټي او د خوړو د اسانتیاوو د حل په موخه ځانګړې کمېټې جوړې کړې دي.
ملا امين‌الله عبيد د دغو کمیټو له مسوولینو غوښتي، چې د مېشتو کډوالو ستونزو ته ژر تر ژره رسیده‌نه وکړي.
کابل والي همداراز له ملي سوداګرو هم غوښتنه کړې، چې له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او د دوی ملاتړ وکړي.

اړوند خبرونه